عقیده
موضوعات داغ

سحر

سحر د کفر یوه بڼه ده، او له هغو جرمونو او ګناهونو څخه ده چې پخوا او اوس مهال خلک پري اخته دي. سحر د جهل او ناپوهي، او د دیني پوهاوي د نشتوالی له کبله خپریږي، او د ساحرانو او جادوګرانو شمیر ځکه زیات دي چې هغوي د خلکو مالونو ته طمع لري.

سحر د هغو اوو ګناهونو څخه ده چې رسول الله – صلی الله علیه وسلم ـ ترې مونږ ته خبردارئ راکړی دی، او د تباه کونوکو او هلاک کونوکو په نوم یې نومولي دي، که څوک ترې توبه ونه باسي نو د جهنم اور ته به ور داخل کېږي لکه څنګه چې په حدیث شریف کې راغلي: عن أبي هریره –رضي الله عنه – عن النبي – صلی الله علیه وسلم – قال: (اجتبوا السبع الموبقات)، قالوا: یا رسول الله و ما هن؟ قال: ” الشرک بالله و السحر و قتل النفس التي حرم الله إلا بالحق و أکل الربا و أکل مال الیتیم و التولي یوم الزحف و قذف المحصنات المؤمنات الغافلات”

ترجمه: د أبو هریره – رضي الله عنه – څخه روایت دی چې رسول الله – صلی الله علیه وسلم – وفرمایل: د اوو هلاک کوونکو ګناهونو څخه ډډه وکړئ، صحابه کرامو وپوښتل کوم ګناهونه یا رسول الله؟! رسول الله – صلی الله علیه وسلم – و فرمایل: د الله تعالی سره شریک نیول، سحر، د هغه نفس وژنه چې الله تعالی حرامه کړې وي مګر په حق سره، سود خوړل، د یتیم د مال خوړل، د دښمن د مقابلې پر وخت کې د جګړې د ډګر څخه تیښته، او په پاکو مؤمنو ښځو باندې چې د ګناه څخه نا خبره دي، تهمت لګول.

د شرک څخه وروسته سحر او جادوګري لویه ګناه ده، او سحر د شرک یوه بڼه ده، چې انسان (ښځه / نر) د شیاطینو په مرسته غواړي مسلمانانو ته زیان ورسوي.

 په دي لیکنه کې مونږ غواړو د سحر په اړه بحث وکړو.

د سحر تعریف:

سحر په لغت کې: سحر په لغت کې په لاندینو معنا ګانو راځي لکه: فریب او چل، د حقیقت او اصل څخه د یو شي بدلول، د باطل اظهار د حق په څیره کې، او هر هغه څه چې سبب يي پټ او دقیق وي.

سحر په اصطلاح کې : هغه لیکنه، وینا او رقیه او یا هر هغه عمل چې د مسحور پر بدن، زړه او ذهن او عقل، اغیزه وکړي سحر بلل کېږي، پرته له دې چې ساحر ورسره مستقیما اړیکه ونیسي. سحر ښایي د وژنې، ناروغتيا، د خاوند او میرمني تر منځ د جلاوالي او د دواړو ترمنځ د کرکې او دښمنۍ او د مینې د رامنځته کیدو لامل شي. او دا ټولې چارې د شیطان او ساحر ترمځ ترسره کیږي چې د دواړو منفعت په کې نغښتی دی څنګه چې ساحر حرامو کارونو او شرکیاتو او خرافاتو ته لاس اچوي او په مقابل کې شیطان ورسره په هغه څه کې چه ساحر يي غواړي مرسته کوي.

د اهل سنت او جماعت مذهب د سحر او د هغه د حقیقت په اړه داسې وايي:

اهل سنت او جماعت د سحر په شتون او وجود اتفاق لري او دا چې سحر حقیقت لري او پر شیانو اغیزه کوي او انسانانو ته زیان رسوي، او دا ټول د الله تعالی په اذن سره ترسره کیږي.

د ساحر عمل کفر دی ځکه چې شیطان د ساحر غوښتنه نه ترسره کوي مګر کله چې په الله تعالی کافر شي ، نو دواړه یو بل ته خدمت کوي، نو په دې وجه  د ساحر وژل روا دي. او د سحر له منځه وړل یوازي په شرعي رقیي سره جایز دي نه په هم مثله سحر سره.

۱ – ابن قدامه – رحمة الله علیه – په الکافي کې وايي: سحر عبارت د کاغذي طلسمونو څخه دی چه پر زړه او بدن اغیزه کوي، چه د ناروغي او  وژنې او د ښځي او خاوند ترمنځ  د جلاوالي لامل ګرځي. الله تعالی په دی اړه فرمایي: { فَيَتَعَلَّمُونَ مِنْهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِ بَيْنَ الْمَرْءِ وَزَوْجِهِ } ( بقره/102)

ترجمه: او خلکو د هغو ( هاروت او ماروت) څخه داسي شیان زده کول چې د سړي او ښځي ترمنځ يي جلاوالي راوړه.

او په بل ځاي کې فرمایي: { وَمِنْ شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ } ( الفلق/ 5)

ترجمه: او په غوټو کې د پوکوونکیو ( نارینه یا ښځینه) له شر څخه ( پناه غواړم).

که سحر حقیقت نه درلود نو الله تعالی به د هغي د شر څخه د پناه غوښتلو امر مونږ ته نه کوو.

۲ – امام نووي – رحمة الله علیه – وايي: صحیحه مذهب دا دی چې سحر حقیقت لري او جمهور علما په همدې باور دي او قرآن او سنت په همدې خبره دلالت کوي. (فتح الباري/۱۰/۲۲۲).

۳ – امام ابن قیم – رحمة الله علیه – په بدائع الفوائد کې وایي: { وَمِنْ شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ } آیت او د عایشې – رضي الله عنها – حدیث پر دې دلالت کوي چې سحر حقیقت لري او پر انسان اغیزه کوي.

د سحر ډولونه:

۱ – د تخیل سحر: ساحر د تخیلي قوت او ځواک  څخه کار اخلي، او په هماغه وسیله تصرف کوي، او لیدونکو ته داسي ښايي چې سحر خارجي شتون لري او په حقیقت کې داسي څه نه وي.

۲ – مؤثره سحر یا جادو: د سحر یو له خورا او سختو او مشهورو ډولونو څخه دی او دا سحر د انسان په ذهن، بدن، او زړه اغیزه کوي. په دي سحر کې تعویذونه او طلسمونه او منترونه کارول کیږي او د جني او انسي شیاطینو په ګډه همکارۍ  سره ترسره کیږي.

۳ – مجازي سحر: دا سحر د نامعلومو فزیکې او کیمیاوي خواصو او د چل او فریب په واسطه ترسره کیږي، چې ورته جادو ( شعبده) هم ویل کیږي.

 د سحر د تدریس او زده کړې حکم

علماء پر دې اتفاق لري چې د سحر تدریس او زده کړه او تمرین حرام دي، او ابن قدامه او امام نووي په دي اړه د علماوو اجماع را نقل کړې ده. ( فتح الباري/ المغني ‌لابن  قدامه)

او سره له دی چې علما د سحر زده کړه او تعلیم حرام بولي او په دي کې اتفاق لري، لیکن د ساحر د تکفیر په اړه سره اختلاف لري. د جمهور علماوو مذهب چې په هغي کې مشهورو فقهي مذاهبو ائمه ( امام ابوحنفیه،امام مالک، امام احمد) هم شامل دي، د ساحر په تکفیر اتفاق نظر لري. ( مؤطا مالک، د قرطبي تفسیر، او المغني د ابن قدامه).

او امام شافعي – رحمة الله علیه – په دي اړه تفصیل لري، هغه وایي: که د ساحر په کار کې داسي څه وي چې کفر وي نو ساحرکافر دی او که داسي نه وي نو کافر يي نه بولي . ( الأم د امام شافعي کتاب)

آیا ساحر کافر او مرتد شمیرل کیږي؟ په دي اړه علما اختلاف نظر لري:

۱ – احناف او حنابله په دي نظر دي چې ساحر په سحر سره کافر کیږي، پرته له دي چې د سحر په تحریم باندي اعتقاد ولري یا نه.

۲ – امام احمد په بل روایت کی داسي وايي: چې ساحر کافر نه دي.

۳ – امام مالک وایي: ساحر ته هغه وخت کافر ویل کیږي چې سحريي په کفر مشتمل وي.

۴ – امام شافعي وایي: که ساحر سحر جایز وګڼي او یا سحر داسي وصف کړي چې کفر وي نو کافر شمیرل کیږي او که په کفر یي وصف نه کړي نو کافر ورته نه ویل کیږي.

د ساحر توبه:

۱ – احناف، مالکیه او په یوه روایت کې امام احمد په دي نظر دي چې ساحر ته د توبي لپاره وعظ او نصیحت نشته ځکه صحابه کرامو دا کار نه دي ترسره کړي.

۲ – او ځیني نور علماء او امام احمد په بل روایت کې وایي چې ساحر ته د توبي لپاره باید وعظ او نصیت وشي، او که ساحر د خپل کار څخه  توبه وکړي، توبه یي قبلیږي ځکه سحر د شرک څخه لویه ګناه نه ده، او الله تعالی د فرعون د ساحرانو توبه قبول کړي ده.

د ساحر حد او جزا وروسته د سحر د ثبوت څخه:

۱ – د امام ابو حنیفه او امام مالک او امام احمد نظر دا دی چې د ساحر حد قتل دی، د جندب بن عبدالله د حدیث پر اساس چې رسول الله – صلی الله علیه وسلم – فرمایلي: حد الساحر ضربة بالسیف، ( د ساحر جزا، په توري سره، سر پري کول دي) . ( رواه الترمذي)

د عمر – رضي الله عنه – د مړیني څخه یو کال مخکې د هغي په کتاب کې داسي راغلي وو: ساحران قتل کړئ، نو په یوه ورځ کې مو دري ساحران ووژل، او دا کار مشهور دی او هیڅ څوک ورڅخه منکر نه دي، نو دا اجماع ده.

۲ – امام شافعی او امام احمد په بل روایت کې داسی وایي: چې ساحر یواځی په سحر سره نه وژل کیږي. ځکه چې رسول الله – صلی الله علیه وسلم – فرمایلی:” لا یحل دم امرئ مسلم إلا بإحدی ثلاث، کفر بعد ایمان، أو زنی بعد إحصان، أو قتل نفس بغیر حق” . یعنی:  د مسلمان وژنه جایز نه ده مگر په دری حالاتو کې: هغه څوک چې وروسته د ایمان څخه کفر ته ستون شي نو هغه به وژل کیږي، د واده وروسته څوک چې زنا ترسره کړي، او هغه څوک چې د قصاص په مقابل کې ووژل شي.

نو د ساحر څخه له پورتنیو دري کارونو څخه یو هم نه دي ترسره شوي نو ځکه یي وژل جایز نه دي، که توبه وکړي نو عادي ژوند به کوي، او غیر د هغه څخه باید زنداني شي تر څو د سحر څخه راوګرځي.

راجح قول د فقه میسر د صاحب په نزد د ساحر قتل دی او د دې خبرې د اثبات لپاره یې ډیر دلالیل ذکر کړي دي، البته قتل وروسته له دې ترسره کیږي چې ساحر ته د توبي لپاره پوره وعظ او نصیحت شوی وي، او هغه د خپل کار څخه لاس اخیستونکی ونه اوسي.

د ساحر آخروي جزا:

عن أبي هریره –رضي الله عنه – عن النبي – صلی الله علیه وسلم – قال: (اجتنبوا السبع الموبقات)، قالوا: یا رسول الله و ما هن؟ قال: ” الشرک بالله و السحر و قتل النفس التي حرم الله إلا بالحق و أکل الربا و أکل مال الیتیم و التولي یوم الزحف و قذف المحصنات المؤمنات الغافلات” .

ترجمه: د أبو هریره – رضي الله عنه – څخه روایت دي چې رسول الله – صلی الله علیه وسلم – وفرمایل: د اوو هلاک کوونکې ګناهونو څخه ډډه وکړي، صحابه کرامو و پوښتل کوم ګناهونه؟ رسول الله – صلی الله علیه وسلم – و فرمایل: د الله تعالی سره شریک نیول، سحر، د هغه نفس وژنه چې الله تعالی حرامه کړې وي مګر په حق سره، سود خوړل، د یتیم د مال خوړل، د دښمن د مقابله ی پر وخت کې د جګړي د ډګر څخه تیښته، او په پاکو مؤمنو ښځو باندي چې د ګناه څخه بی خبره دي تهمت لګول .

سحر کفر دي او د کفر جزا د جهنم په اور کې دایمي پاتي کیدل دي، او څوک چې سحر زده کوي د هغو خلکو په مثال دی چې ساحرانو ته د سحر لپاره ورځي.

که ساحر پرته له توبي مړ شي نو جزا یي آخرت کې د جهنم اور دي، د الله تعالی د قول پر اساس په سوره بقره کې: { وَلَقَدْ عَلِمُوا لَمَنِ اشْتَرَاهُ مَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِنْ خَلَاقٍ وَلَبِئْسَ مَا شَرَوْا بِهِ أَنْفُسَهُمْ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ } ( البقره/102)

ترجمه: هغوي ډیر ښه پوهیدل چې هر څوک د سحر اخیستونکې ووسئ په آخرت کې هیڅ نصیب نه لري او دوی ډیر بد څیز په ځان اخیستي که دوی پوهیدی.

هغه علایم چې د سحر په شتون دلالت کوي:

د اهل سنت او جماعت د نظر پر اساس یوه مجموعه علایم او نښاني دي چې د انسان په وجود کې پر سحر دلالت کوي، لکن تل داسي همه نه دي چې که په چا کې دا علایم ووسي هغه به مسحور وي ځکه ډیر داسې خلک شته چې همدا علایم او نښانې لري خو په سحر اخته نه دي.

هغه علایم چې د انسان په وجود کې پر سحر دلالت کوي په لاندې توګه دي:

۱ –  مسحور د الله تعالی د ذکر او عبادت  څخه سرغړونه کوي، او د طاعاتو او عباداتو په ترسره کولو کې سستي کوي، او دیني مسایلو ته هیڅ لیوالتیا نه لري.

۲ – د وحشتناکو خوبونو کتل په دوامداره توګه.

۳ – جسمي علایم لکه: شدیده سردردی، د څیري د رنګ بدلون.

۴ – نارامه ذهن، د پاملرنی او ښه تمرکز نشتوالي، د سترګو د دید کموالي او کوږوالي.

۵ – شک درلودل ، د چارو ناڅرګندتیا، او د پیښو ناسم قضاوت او پریکړه.

۶ – ژر غوسه کیدل، او پرته له دلیل څخه د ستونزو جوړول.

۷ – ظاهري مظهر او سر او صورت ته پاملرنه نه کول.

۸ – په چارو کې سستي او په خپلو کارونو باندي د قناعت نشتوالي.

۹ –د خاوند خپلې میرمنې سره جماع ته هیڅ لیوالتیا نه درلودل.

۱۰ – ساه بندي

د سحر د حل لارې چارې:

که څوک په سحر اخته شو نو نباید سحر په سحر له منځه یوسي ځکه د شر له منځه وړل په شر سره امکان نه لري، او باید شر په خیر له منځه یوسو، کله چې د نبي – علیه السلام – څخه د (نشرة) په اړه وپوښتل شو هغه وفرمایل: دا د شیطان عمل دی. او په دې حدیث کې د نشرة څخه مراد د سحر له منځه وړل د مسحور څخه په  سحر سره دي. او که د سحر له منځه وړل په قرآن کریم او په مباحو دواګانو او شرعي رقیي پر اساس وي نو په هغۍ کې هیڅ ستونزه نشته.

امام ابن قیم – رحمة الله علیه – په (فتاوی امام المفتین/ ص: ۲۰۷-۲۰۸) کې وایي: نشرة: د مسحور څخه د سحر له منځه وړل دي او دا له منځه وړل په دوه ډوله ترسره کیږي: ۱ – د سحر له منځه وړل په  سحر سره، او دا د شیطان عمل دي چې ناشر او منتشر دواړه شیطان ته په هغه کار سره نږدي کیږي چې شیطان یي خوښوي نو په دې وجه سحر له منځه ځي.

۲- نشرة په شرعي رقیي او معوذاتو او مباحو دواګانو سره، چې یو جایز او مباح عمل دی.

نو کله چې پوه شوو  چې سحر څومره  لویه  ګناه  ده باید ځان ترې وساتو، او په دې باید کلک باور او ایمان ولرو چې یواځی الله تعالی غمونه او ستونزې له منځه وړي، نو د خپلو ټولو ستونزو او مشکلاتو شکایت یواځې الله تعالی ته یوسو او د هغه مقتدر ذات څخه یې حل وغواړو.

مراجع:

۱- رسالة در مورد سحر، تاليف أ.د. عبد الله بن محمد الطيار.

۲-  اعتقاد اهل السنة، تالیف ابن جبرين.

۳- سایت اسلام اون لاين.

۴- فقه ميسر، تالیف عبدالله طيار.

۵-  سایت محتويات.

۶- سایت المعلومات.

۷- سایت سطور. ۸- سایت الفراولة

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا
بستن